په لومړي ځل له هیواده بهر یو شمېر افغانانو ته برېښنايي پېژندپاڼي ورکول سوي

د احصایې او مالوماتو ملي ادارې خبر ورکړی، چي په لومړي ځل یې له هیواده د باندي د برېښنايي پېژندپاڼو وېش پيل کړی.
د دغه ادارې د معلوماتو له مخي، کاري ټیم یې متحده عربي اماراتو ته لېږلی او هلته به د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش څانګه په نږدې ورځو کي فعاله کړي.
د احصایې او معلوماتو ملي ادارې عمومي رییس ډاکتر فقیر محمد زیار ویلي، هڅه کوي چي په کور دننه او بهر ټول هیوادوال په اسانۍ سره برېښنايي پېژندپاڼي ترلاسه او له ګټو یې برخمن سي.
د احصایې او معلوماتو ادارې له بهرنیو چارو وزارت سره په بهرنیو هیوادونو کي د مېشتو افغانانو د هویت د تثبیت او ورته د تذکرو د وېش وروسته د زېږون کارتونو او د مړینې پارچو د وېش په تړاو هوکړه ‌لیک لاسلیک کړی وو، چي له مخي به یې په ایران او ځینو نورو هیوادونو کي هم د برېښنايي پېژندپاڼو د وېش څانګي فعالي سي.