په لوګر کي د ولایت په کچه د ٣٢ مخکښو لوبډلو ترمنځ د «خزان جام» په نوم د فوټبال سیالي پیل سوې

د لوګر د بدني روزني او ورزش امریت مسوولین وايي چي د ولایت په کچه د ٣٢ مخکښو لوبډلو ترمنځ د «خزان جام» په نوم د فوټبال سیالي پیل سوې.

د دغه ولایت د بدني روزني او ورزش آمر انجینیر مزمل نعیمزی وایي، چي یادي سیالۍ د لوګر د بدني روزني او ورزش امریت او فوټبال عمومي فدراسيون له لوري جوړي سوي دي چي یوه اوونۍ به دوام وکړي.

نعیم‌زی زیاتوي چي د دغو سیالیو لومړۍ لوبه د باستان غازي امين‌الله خان او اتحاد جوانان برکى برک لوبډلو ترمنځ وسوه چي لوبه د باستان غازي امين‌الله خان لوبډلي په بریا پای ته ورسېده.

نوموړي همدارنګه زیاته کړه، د دغه سیالیو له جوړېدو څخه موخه فوټبال لوبي ته وده ورکول او د ورزش کارانو ترمنځ د تجربو شریکول دي.

باید وویل سي چي له دې وړاندي هم د بدني روزني او فوټبال فدارسیون له لوري ورته سیالۍ جوړي سوي وې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *