په لوګر کي د ټرافیکي پېښو له امله ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې

چارواکي وایي، د اختر په شپو ورځو کې د کابل – لوګر په عمومي سړک لس ټرافیکي پېښي رامنځته سوي دي چي له امله یې ۱۷ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
د لوګر د امنیه قوماندانۍ ویاند مولوي احمدالله انس وایي، ډېری ټرافیکي پېښي د اختر په درېمه او څلورمه ورځ رامنځته سوي دي چي له امله یې یو کس وژل سوی او ۱۶ نور ټپيان سوي دي.
د هغه په وینا، د یادو ټرافیکي پېښو له امله یو نظامي کس وژل سوی او اته نور ټپيان سوي دي.
ده وویل، ټپيان د امنيتي ځواکونو او ولسي وګړو په همکارۍ ولایتي روغتون ته لیږدول سوي دي او ډيری ټرافیکي پېښي د موټر چلوونکو د ګړندي تګ او بې احتیاطۍ له امله رامنځته سوي دي.
بلخوا د لوګر ولایت د محمداغې ولسوالۍ موټر چلوونکي وايي، یوازي په دغه ولسوالي کي د ټرافیکي پېښو له امله دوه کسان وژل سوي او شاوخوا لس نور ټپيان سوي دي.
د لوی اختر په ورځو کې په ډېری ولایتونو کې ترافیکي پيښي رامنځ ته سوي او لسګونه کسانو ته مرګ ژوبله پکښي اوښتې ده.