په لوګر کي د چاودني له امله څلور کوچنیان وژل سوي

د لوګر ولایت مسوولین وایي، د دغه ولایت په مرکز کي د هاوان مرمۍ د چاودني له امله څلور کوچنیان وژل سوي او یو بل ټپي سوی.
د لوګر د امنیې قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي دا پېښه پرون د یاد ولایت په مرکز پل علم کي سوې ده.
په خبرپاڼه کي ویل سوي، چي دغو کوچنیانو له ۷ تر ۱۳ کلونو عمر درلودی او چاودنه هغه وخت ورباندي سوې چي دوی د هاوان په مرمۍ لوبي کولې.
تر دې وړاندي هم په دغه ولایت کي د ناچاوده توکو د چاودني له امله زیات شمېر کوچنیانو ژند له لاسه ورکړی.
څه موده مخکي د ملګرو ملتونو د کوچنیانو ملاتړ ادارې «یونیسف» ویلي، وه چي په افغانستان کي د پخوانیو ناچاوده توکو د چاودني له امله ډېر قربانیان کوچنیان دي.
د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همږغۍ دفتر اوچا بیا ویلي، چي لا هم د افغانستان په ۶۰۶ کیلو متره مربع خاوره کي ماینونه او ناچاوده توکي سته.