په لوګر کي د کرنیزو محصولاتو د تولید او بازارموندني په برخه کي د ستونزو او لاسته‌راوړنو په تړاو غونډه جوړه سوې وه

په لوګر کي د سوداګرۍ او پانګوني خوني او کرني او مالدارۍ ریاست له لوري د کرنیزو محصولاتو د تولید او بازارموندني په برخه کي د ستونزو او لاسته‌راوړنو په تړاو غونډه جوړه سوې وه.

په دې غونډه کي د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال شېرمحمد عباس ستانکزي ویلي، په تېرو درېوو کلونو کي په هیواد کي کرني او مالدارۍ د پام وړ پرمختګ کړی دی.

ستانکزي زیاته کړه، د کروندګرو او بڼوالو د کرنیزو محصولاتو او تازه مېوو د بازارموندني په برخه کي ستونزو ته به د حل لاري چاري ولټوي.

د سوداګرۍ او پانګوني خوني مرستیال بیا وایي، په هیواد کي د زراعتي او حیواني محصولاتو د ساتني او بازار ته په مناسب وخت کي وړاندي کولو لپاره صنعتي پارکونه خورا مهم دي.

نوموړي همداراز وویل، چي ډېر ژر به د محمداغې ولسوالي په صنعتي پارک کي پانګوالو ته مځکي ووېشل سي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *