په لوګر کي د ۳۶ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ پای ته ورسېدې

د المپیک ملي کمېټه او سپورټ عمومي ریاست وایي، د لوګر ولايت د بدني روزني او سپورټ امريت اړوند د واليبال فدراسيون د استازولۍ له لوري په پل علم ښار کي د مرکز او ولسواليو په کچه د ۳۶ لوبډلو ترمنځ سیالۍ تر سره سوې.
د سپورټ عمومي ریاست نن جمعه پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي چي د والیبال دغه سیالۍ د «آزادۍ جام» په نوم نومول سوي وې او د څرخ ولسوالۍ د قاري محمود لوبډلي په اتلولۍ پای ته ورسېدې.
د يادو سياليو پای لوبه د څرخ ولسوالۍ د قاري محمود او د ميدان ښار د انجنیر جاويد عزيزي لوبډلو ترمنځ ترسره سوه، چي په پايله کي د څرخ ولسوالۍ د قاري محمود لوبډلي خپلي سيالي لوبډلي ته د ميدانونو په توپير ماته ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.
د مسوولینو په وینا، د دغو سياليو د ترسره کېدو موخه د ځوانانو ترمنځ يووالی وو چي شاوخوا يوه مياشت يې دوام وکړ.