په لوګر کي د ۵۰ مخکښو ورزشکارانو ترمنځ د بوکسينګ یوه ورځنۍ سیالي ترسره سوې

د لوګر د بدني روزني او ورزش امریت چارواکي وایي چي د بوکسېنګ فدراسیون له لوري د دغه ولایت په مرکز پل‌علم کي د ۵۰ مخکښو ورزشکارانو ترمنځ د بوکسينګ یوه ورځنۍ سیالي ترسره سوې.

د مسوولینو په وینا، د دغه سیالیو له جوړېدو څخه موخه د غوره لوبغاړو غوراوی، د بوکسېنګ ورزش ته وده‌ورکول او د ورزشکارانو ترمنځ د تجربو شریکول وو.

د بدني روزني او ورزش امریت په وینا، په پام کي ده چي په راتلونکي کي هم د ولایتونو په کچه لوګر کي د بوکسېنګ ورزشکارانو ترمنځ ورته سیالي جوړه سي.

د بوکسېنګ ورزش لوبغاړي هم وایي، د لومړي ځل لپاره لوګر کي ۵۰ مخکښو ورزشکارانو ترمنځ د بوکسېنګ سیالي ترسره سوې چي دا د ورزش لپاره ښه ګام دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *