تېر ماښام د لوګر ولایت د مرکز اړوند په سیدحبیب الله کلي کي په یوه ترافیکي پېښه کي ۴ تنه مړه او ۳ ټپیان سوي دي.
ځايي رسنیو د پُل علم د نایب امین الله خان ولایتي روغتون د سرطبیب ډاکتر محمد صدیق ستانکزي په قول ویلي چي په مړو سویو کسانو کي دوې ښځي، یو نارینه او یو کوچنی شامل دي.
ده په عین حال کي ویلي چي په ټپیانو کي د یوې ښځي روغتیايي وضعیت نازک وو او د درملني لپاره کابل ته واستول سوه.
دا پېښه د دوو سراچه موټرو د ټکر په نتیجه کي وسوه.
ډاکتر ستانکزي زیاته کړه په برکي برک ولسوالۍ کي په یوه بله پیښه کي یو موټرسایکل سپور له یوه موټر سره ټکر کړی وو چي ټپي له لومړنیو مرستو او درملني وروسته خپل کور ته رخصت سو.
د سړکونو د خرابوالي، د ترافیکي اصولو د نه رعایتولو او د چلوونکو د بېاحتیاطي له کبله په افغانستان کي سږ کال د تېرو کلونو پرتله ترافیکي پېښي زیاتي سوي دي.