په لوی اختر کي د کانګو خطر؛ ډاکټران وایي، د حیواناتو د حلالولو پر وخت باید ځانګړي جامې واغوستل سي

کانګو هغه وایروسي ناروغي ده چي له حیوانانو څخه انسان ته د حشرې په واسطه لېږدول کیږي او مرګوني پایلي لري.
په افغانستان کي د کانګو ناروغۍ د زیاتېدو په اړه د راپورونو تر خپرېدو وروسته د روغتیا نړیوال سازمان د دې ناروغۍ د مخنیوي لپاره ځیني سپارښتني کړي دي.
ډاکټران کانګو یوه شدیده جلدي ناروغي بولي او په انسانانو کي یې لوی نښي تبه، شدید سردرد، د عضلاتو دردونه، د نس درد او د بدن له بېلابېلو برخو د ویني بهېدل یادیږي.
د ډاکټرانو په وینا، د دې ناروغۍ د خپرېدو لاري تر ډېره د یو ډول حشرې د نېښ چې کنه ورته ویل کیږي په واسطه انسانانو ته انتقالیږي.
بلخوا د روغتیا نړیوال سازمان پر خپله ایکس پاڼه لیکلي چي دا ناروغي انسان ته په کانګو د ککړي کني د نېښ له لاري خپریږي او بل شخص ته بیا له ناروغ سره د ویني یا بلي اړیکي له لاري خپرېږي.
د روغتیا نړیوال سازمان د کانګو د مخینوي لپاره په تازه سپارښتنو کي ویلي، چي د حیواناتو د حلالولو پرمهال باید ټول بدن پټ کړل سي او له دستکشو او ساتونکي چپني څخه استفاده وسي.