د هلمند ولایت بدني روزني او ورزش امریت اړوند د فوټبال فدراسیون په استازولۍ مرکز لښکرګاه مرکزي لوبغالي کي د فوټبال ګروپي سیالۍ پای ته ورسېدې.
د دغه سیالیو په اړه د هلمند د اطلاعاتو او کلتور ریاست مرستیال مولوي شېرمحمد وحدت وویل، دا سیالۍ د ۸ غوره فوټبال لوبډلو ترمنځ د فولاد صنعتي شرکت په مالي ملاتړ دوې اونۍ مخکي را پیل سوي وې چي پای لوبو ته بارک او عمري لوبډلي وتلي وې.
د دغه دوو لوبډلو تر منځ لوبه تېره ورځ ناوخته تر سره سوه چي ۰/۲ د بارک لوبډلي په ګټه دا لړۍ پای ته ورسېده.