په لښکرګاه کي له مالدارانو سره د سایلچ ماشینونو مرسته وسوه

د هلمند ولایت د کرني، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له لوري نن یکشنبه د بشري خیریه مؤسسې په همکارۍ په مرکز لښکرګاه کي له زرو تنو ځایي مالدارانو لپاره د ١٠ پایو سایلچ ماشینونو مرسته وسوه.
د هلمند د کرني اوبو لګولو ریاست د حیواني روغتیا امر حافظ هدایت الله هدایت وايي، دا ماشینونه له شنو وښو څخه حیواني خوراکه په ښه کیفیت جوړوي او له دې لسو پایو ماشینونو څخه به زر مالداري کورنۍ په مشترک ډول ګټه اخلي.
د هغه په وینا، د همدې اونۍ په وروستیو کي به دغه کورنیو ته په عملي او نظري توګه له ورکړل سویو ماشینونو څخه د ګټي اخیستني په اړه عامه پوهاوی هم ورکول سي.
سایلچ د ژمي په موسم کي د څارویو هغه شنه خوراکي توکي دي چي مالداران کولای سي د دوبي په موسم کي یې له شنو وښو میده کړي او بیا یې د ژمي په موسم کي څارویو ته ورکړي.