په مارجې ولسوالۍ کي د طوفاني بادونو له امله ۲۵ کورنیو ته درانه مالي زیانونه اوښتي

تېره شپه د هلمند د مارجې ولسوالۍ په ځینو سیمو کي د طوفاني بادونو له امله د ۲۵ پنځه ویشت کورنیو تر دوه سوه زیاتي سولر هنداري ماتي سوي.
د اطلاعاتو او کلتور رییس عبد الباري راشد وایي، چي زیانونه تر ډېره د دې ولسوالۍ مشترک بازار دښت سیمه کي رامنځ ته سوي.
د هغه په وینا، د یادو بادونو له امله خلکو ته څه کم یو نیم میلیون افغانۍ زیان اوښتی او اکثره سولر هنداري په بشپړه توګه له منځه تللي.
دغه کسانو له دولتي چارواکو او موسساتو څخه د مرستي غوښتنه کړې او وایي، که چیري مرسته ور سره ونه سي امکان لري چي کرل سوي حاصلات یې له منځه ولاړ سي.
د وروستیو اورښتونو او طوفاني بادونو له امله په نورو ولایتونو کي هم خلکو مالي زیانونه اوښتي.