په ماهیپر کي د غر ښویدني له امله موټران تر ډبرو لاندي سوي او مرګ ژوبله اوښتې

د کابل – جلال ‌اباد پر لويه لار د ماهيپر په سيمه کي نن مازیګر ناوخته غر ښویدلی چي ځيني موټران يې لاندي کړي او مرګ ژوبله هم لري.
ویل کیږي چي لار لا هم د ترافیکو پر مخ تړلې ده خو چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
په ماهیپر کي ځیني وخت دې ورته پيښي د اورښتونو پر مهال کیږي.