د مالي حکومتي چارواکو اعلان کړی، چي د مراکش سواحلو ته نژدې د کډوالو د یوې کښتۍ د ډوبېدو له امله لږ تر لږه ۶۹ کسانو ژوند بایللی دی.
د راپورونو له مخي، په دې لاسي جوړه سوې کښتۍ کي ۸۰ تنه کډوال سپاره وه، چي ۱۱ تنه یې ژغورل سوي دي.
د مالي د حکومتي چارواکو په وینا، دا کښتۍ له لویدیځي افریقا څخه د اسپانیا کانري ټاپوګانو ته د سفر پر مهال ډوبه سوې ده.
په ورته وخت کي، د مراکش ساحل له افریقا څخه اروپا ته د مهاجرت یو له خطرناکو سمندري لارو څخه شمیرل کیږي چي هر کال په زرګونو مهاجر پر دې لاره مړه کیږي.
خو په دې وروستیو کي د کډوالو د ملاتړ سازمان اعلان کړی چي په ۲۰۲۴ کال کي به تر ۱۰ زره زیات کډوال هسپانیې ته د رسېدو په هڅه کي مړه سوي وي.
د پناه غوښتونکو د حقونو د دفاع دغه سازمان دا هم ویلي، د تېر کال په پرتله د مړو شمېر ۵۹ سلنه ډېر سوی دی.