په مرکز کلات کي دولسو خصوصي ښوونیز مرکزونو سلګونو کسانو ته د عصري او دیني زده کړو زمینه برابره کړې

د زابل ولایت په مرکز کلات کي د څه باندي دولسو خصوصي ښوونځیو او ښوونیز مرکزونو سلګونو کسانو ته د عصري او دیني زده کړو زمینه برابره کړې. ځايي اوسیدونکي د زده کړو او تعلیم پر فعالیت خوښي ښيي او په دغه برخه کي د نورو ډیرو اسانتیاوو او لازمو امکاناتو غوښتنه کوي. ورته مها ل د زابل ولایت دپوهني ریاست مسؤلین له خصوصي ښوونځیو او ښونیزو مراکزو سره دهر ډول همکارۍ ډاډ ورکوي