د بلخ ولایت د بدني روزني او ورزش رياست اړوند د سنوکر فدراسيون د استازولي له لوري په مزارشريف ښار کي د ۱۶ لوبغاړو ترمنځ د سنوکر خزاني سيالۍ پای ته ورسېدې.
مسوولین وایي، دغه سيالۍ چي درې ورځي يې دوام وکړ، په پايله کې لطف الله صادق لومړی او اتابش کريمي دويم مقام خپل کړ.