په مسکو کي د وژل سویو کسانو شمېر ۱۱۵ ته ورسېدی

د روسیې امنیتي چارواکي وايي، د پلازمیني مسکو په یوه تالار کي د ډزو په پرونۍ پېښه کي د وژل سویو کسانو شمېر ۱۱۵ کسانو ته ورسېدی او شاوخوا ۱۴۰ نور ټپیان دي.
د روسیې فدراسیون په پایتخت مسکو کي د موسیقي په یوه تالار کي د جمعې برید ته چي مسوولیت یې داعش پر غاړه اخیستی د اسلامي امارت په ګډون د یو شمېر سیاسي مشرانو په غبرګونونو دا برید په سختو ټکو غندل سوی.
امریکايي چارواکو ویلي، داسي استخباراتي معلومات یې مخکي درلودل، چي داعش ډله غواړي پر روسیې برید وکړي.
د امریکا ولسمشرۍ ماڼۍ ویلي، د رواني میاشتي په لومړیو کي یې په مسکو کي د خلکو پر ډېره ګڼه ګوڼه د احتمالي برید په تړاو خبرداری ورکړی وو.
د روسیې رسنیو په رپوټونو کي ویل سوي دي، چي د موسیقۍ د دې کنسرت لپاره ۶۰۰۰ ټکټونه پلورل سوي وه.
روسي چارواکو له پیښي وروسته په هوايي ډګرونو او تمځایونو کي امنیتي تدبیرونه نور هم سخت کړي دي.
د مسکو دا برید له هغه څو شپې وروسته کېږي، چي د روسیې ولسمشر ولادیمر پوتین د شپږ نورو کلونو لپاره د روسیې د ولسمشر په توګه وټاکل سو او بل لور په اوکرایین کي د روسي ځواکونو یرغل دوام لري.