د دوشنبې په ورځ د 2025/10/13 تاريخ د مصر په شرم الشیخ ولایت کي د حما.س او اسرائیل د اوربند تړون په داسي حال کي وسو چي د دواړو طرفونو مشران د اوربند غونډي ته نه وه حاضر سوي.
د اوربند په یاده غونډه کي د مصر،امریکا ترکیې او قطر مشرانو پر یاد تړون لاسلیک وکړئ او په رسمي ډول یې د غزې اوربند اعلان کړئ.
په یاده غونډه کي د اوربند د حمایت له پاره لسګونو نورو هیوادونو هم ګډون کړی و.
د اوربند د رسمي کېدلو سره اسرائیل خپل ځواکونو له غزې وایستل او فلسطينیانو ته د بشري مرستو د کاروانو د ورتګ اجازه ورکړل سول،خو لا هم د دوامداره سولي او فلسطين کي د راتلونکي حکومت اړوند مذاکرات پاتي دي چي په راتلونکي کي به ترسره سي.
د یادي غونډي اړوند د امریکا رئیس جمهور ډونالډ ټرمپ وویل چي دا د منځني ختیځ له پاره یوه لویه ورځ ده.
د مصر رئیس جمهور عبد الفتاح سیسي بیا د یاد اوربند له پاره د ډونالډ ټرمپ هڅي وستایلې.
نړیوالو فعالانو هیله ښودلې ده چي د کاغذ پر مخ د تړون سربېره د یاد اوربند ټولي نکتې په عملي ډول هم عملي سي.