په ملګروملتونو کي د امریکا دایمي استازې دوروتي شي تیره شپه د افغانستان په اړه د ملګروملتونو د امنیت شورا غونډي ته د وینا پرمهال ویلي، چي واشنګټن له طـ.البانو سره د اعتماد فضا نه سي جوړولای.
دې جګپوړې امریکایي چارواکې همداراز ویلي چي متحدایالات د داعش ډلي د خراسان څانګي له پلوه اندېښنه لري او له طـ.البانو غواړي چي د تروریزم پرضد د مبارزې په برخه کي پر خپلو ژمنو عمل وکړي.
مېرمن شي پر طـ.البانو هم ږغ کړی چي اجازه دي نه ورکوي تر څو افغانستان یوځل بیا د امریکا، د امریکا د متحدانو او نورو هیوادونو د امنیت د ګواښلو لپاره د تروریستي ډلو په خوندي ځای بدل سي. طـ.البانو له دې مخکي ویلي چي هیچا ته به اجازه ورنه کړي چي د افغانستان له خاوري د نورو هیوادونو پرضد کار واخلي.
د امریکا دې استازې پر افغان ښځو او نجونو د طـ.البانو ځپونکو اقداماتو ته هم اشاره کړې او ویلي یې دي چي د افغانستان د روغتیايي زده کړو په انستیتیوتونو کي د ښځو پر تعلیم بندیز به ناوړه پایلي ولري.