په ملګرو ملتونو کي د ایران سفير او دايمي استازي د افغانستان د وضعت په اړه ويلي، دوی هر کال د افغان کډوالو د اړتيا پوره کولو لپاره لس ميلیارد ډالره لګوي.

امیرسعيد ایرواني وايي له افغانستان څخه د امریکا تر بې پروا وتلو وروسته له ۶ ميليونو ډېر افغانان ایران ته کډوال سول.

ایرواني د افغانستان د وضعیت په اړه د ملګرو ملتونو امنیت شورا په نوبتي غونډه کي ويلي، چي دوی د خپلو محدودو سرچينو له کبله تر فشار لاندي دي او د کډوالو په برخه کي يې نړيوالي ټولني ملاتړ نه دی کړی.

امیر سعید دا هم ويلي، چي د کډوالو لپاره د کور، کار او بشري خدمتونو د برابرولو لپاره د ایران او پاکستان په څېر هیوادونه دوامدارو مرستو ته اړتیا لري.

ایران د افغانستان یو له ګاونډیو هیوادونو څخه دی چي تر پاکستان زیات افغان کډوال په جبري ډول له دغه هیواده باسي او یا په دغه هیواد کي د پولیسو له لوري سخت ځورول کیږي.