په ملګرو ملتونو کي د فلسطین د غړیتوب اخیستو په پلوۍ یو پرېکړه لیک تصویب سوی دی

د ملګروملتونو عمومي اسمبلۍ پرون هغه پرېکړه لیک ته رایي ورکړي دي چي طرحه یې د عربي هېوادونو او فلسطینیانو له خوا وړاندې سوې وه.
دوی پر امنیت شورا هم ږغ وکړ چي د ملګرو ملتونو د ۱۹۴ غړي په توګه د فلسطین د غړیتوب پر غوښتنه غور وکړي.
د ملګروملتونو د عمومي اسمبلۍ ۱۹۳ غړو د ۱۴۳ مثبتو، ۹ مخالفو او ۲۵ ممتنع رایو په ورکولو سره د فلسطینیانو لپاره ځيني تازه حقونه او امتیازونه تصویب کړل.
امریکا د اپریل په اتلسمه د امنیت شورا د هغه پرېکړه لیک ملاتړ وکړ چي تطبیق یې په ملګرو ملتونو کي د خپلواک دولت په توګه د فلسطین غړیتوب ته لاره اواروي.
فلسطینیان له کلونو کلونو راهیسي هیله لري چي په ملګرو میلتونو کي د یو خپلواک دولت په توګه وپېژندل سي خو اسراییلو یې مخه نیولې.