په ملګرو ملتونو کي د چین د دایمي استازي مرستیال ګنګ شوانګ پر اړوندو هیوادونو ږغ کړی، چي د افغانستان کنګل سوي شتمنۍ بېرته ازادي کړي؛ چي د دغه هیواد له اقتصادي بیارغوني او د خلکو د ژوند په ښه کولو کي مرسته وکړي.
چینايي رسنۍ چاینا ډیلي په ملګرو ملتونو کي د چین دایمي استازي مرستیال ګنګ شوانګ په حواله راپور ورکړی، چي چين له اړوندو هیوادونو غوښتي چي سملاسي او پرته له کوم قید و شرطه د افغانستان ټولي کنګل سوي شتمنۍ ازادې کړي.
له بل پلوه په ملګرو ملتونو کي د چین دایمي استازي فو کانګ د پنجشنبې په ورځ د امنیت شورا غونډي ته وویل، چي افغانستان د سولهییزي بیارغوني له یوه حساس پړاو سره مخامخ دی.
د ښاغلي کانګ په وینا، په تېرو درېيو کلونو کي طالبانو د اقتصادي بيارغوني او په سيمه کي د اقتصادي اړيکو، سوداګرۍ، پانګوني او همکارۍ د پياوړتيا لپاره هڅي کړي دي.