د ط..البانو د ميدان وردګ ولايت د طبيعي پېښو په وړاندي د مبارزې رئیس فيض الله جلالي د شنبې په ورځ رسنيو ته ويلي دي، چي د دغه ولايت په نرخ ولسوالۍ کي د جمعې په ماخستن د تيز باران او د سيلاب د اوبو د راوتلو له امله يو کوچنی وژل سوی او درې نور ټپيان سوي دي.
جلالي همدارنګه ویلي چي، په نرخ، دایمیرداد، چک او سید آباد ولسوالیو کي هم سېلابونه راوتلي چي، له امله ئې ځيني فرعي لاري تړل سوي او ګڼ شمېر کرهڼيزي مځکي ئې هم تخریب کړي دي.
دا په داسي حال کي ده، چي د جمعې په ورځ سهار په خوست کي هم د شديدو بارانونو د اورېدو له امله د دغه ولايت په نادرشاه کوټ او صبريو ولسواليو کي خلګ ته مالي او ځاني زيانونه اوښتي وه. دغه راز په نادرشاه کوټ کي سيلابونو دوه تنه وړې او وژلي وه. د لومړنيو معلوماتو د مخي د صبريو بازار هم د سيلاب اوبو وړی او خلګو ته ئې مالي زيانونه اړولي وه.