په ميدان وردگ کي د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، د سياب ځواک لوبډلي په اتلولۍ پای ته ورسېدې

د ميدان وردگ ولايت په چک ولسوالۍ کي د ۵۰ لوبډلو ترمنځ د واليبال سيالۍ، چي درې ورځي مخکي پيل سوي وې، د سياب ځواک لوبډلي په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

د يادو سياليو په پايلوبه کي سياب ځواک لوبډلي سيالي عربانو لېسې لوبډلي ته د ۲ پر ۱ ميدانونو په توپير ماته ورکړه او اتلولي يې خپله کړه.