په ميرعلي کي ولسي خلګو د پاکستان د پوځ د‌ عملياتو د‌ مخنيوي په موخه‌ لاريون کړی

د جمعې په ورځ د پاکستان د شمالي وزيرستان په ميرعلي سيمه کي خلګو د پاکستان د پوځ د هغه پرېکړي په مقابل کي لاريون کړی، چي غواړي په دغه سيمه کي پوځي عمليات تر سره کړي.
د ميرعلي قومي جرګې او ځايي خلګو د پاکستان د پوځ دغه پرېکړه غندلې او ويلي ئې دي، چي د پاکستان پوځ ته د پښتنو په‌ دغه سيمه کي د هيڅ عملياتو اجازه نه ورکوو.
په ورته وخت کي د‌ پاکستان پوځ دغي سيمي ټولي لاري تړلي او د خلګو ئې غوښتي چي په دغه لاريون کي دي ګډون نه کوي.