د لوګر او میدانوردګ ولایتونو محلي مسولین وايي چي په یادو ولایتونو کي د ټرافیکي پېښو له امله دوه کسان مړه او نهه نور ټپیان سوي دي.
د ميدانوردګ مسولین وايي، د دغه ولایت سيداباد ولسوالي اړوند د کابل_ کندهار پر لويه لار د شنيز درې د «مشنګ کلا» سیمه کي د مازدا او کرولا ډوله موټرو ترمنځ د ترافيکي پيښي له امله يو کس مړ سوی او پنځه کسان نور ټپيان دي.
د یاد ولایت امنیه قومنداني ویاند محمدیوسف اسرار وايي، ياده پېښه تيره شپه د شنیز درې اړوند د مشنګ قلعه په سيمه کي داسي مهال رامنځته سوې چي کرولا ډوله موټر لومړی يو پلی کس وهلی او وروسته يې د ماﺯدا ډوله موټر سره ټکر کړی چې په پایله کي یې، وهل سوی کس مړ سوی او په کرولا ډوله موټر کي سپاره پنځه کسان ټپيان سوي دي.
بلخوا د لوګر امنیه قومنداني چارواکي وایي چي په مرکز پلعلم، محمداغې او څرخ ولسوالیو کي د بېلابېلو ټرافیکي پېښو له امله یو کس مړ سوی او څلور نور ټپیان سوي دي.
د دغه ولایت امنیه قومنداني ویاند وايي، دغه ټرافیکي پېښي د موټرچلوونکو د ګړندي تګ او بېاحتیاطۍ له امله رامنځته سوي دي.