د میدانوردګ چارواکي وایي، چي د جلرېز ولسوالۍ په مامیکو کلي کي د تورګل په نوم د یوه کس کور په بشپړه توګه سوځېدلی دی.
د دغه ولایت د طبیعي پېښو پر وړاندي مبارزې ریاست رییس مولوي فیضالله وايي، د پېښي ځای ته له مرکز میدانښار څخه اطفایه رسیدلې او له سر زیان څخه مخنیوی سوی، خو مالي زیانونه زیات رامنځته سوي دي.
نوموړي زیاته کړه، د پېښي ځای ته د طبیعي پېښو پرضد مبارزې ریاست د څېړني ټيم رسېدلی او ژر تر ژره به معلومه کړي چي یاده پېښه د څه له امله رامنځته سوې.
له دې وړاندي هم په دغه ولایت کي ورته پېښي رامنځته سوي چي پرمهال يې خلکو ته مالي زیانونه اوښتي دي.