په دغه ولایت کي د مخابراتو ريیس قاري نور اغا معصب وویل، د دې پروژې له عملي کېدو سره به هغه شکایتونه حل سي، چي وړاندي د انټرنیټ د ضعیف فعالیت په اړه مطرح سوي وو.
د هغه په وینا، دا پروژه به د خلکو لپاره په مختلفو برخو کي د انټرنیټ اسانتیاوي برابري کړي.
د شرکت مسوولین وایي، دغه نوري فایبر به نه یوازي د انټرنیټ کیفیت ښه کړي، بلکي له زرو څخه زیاتو کسانو ته به د کار زمینه هم برابره کړي.
نوموړي دا هم وویل چي، دا پروژه د سیمي د اوسېدونکو لپاره یو لوی پرمختګ دی او هغوی به لهدې لاري له معیاري او باوري انټرنیټ څخه برخمن سي.
دا نوښت به په میدان وردګ او بامیانو کي د انټرنیټ په برخه کي لوی بدلون رامنځته کړي، چي له امله به د دواړو ولایتونو اوسېدونکي له نوري فایبر څخه برخمن سي.