د میدان وردګو د اطلاعاتو او کلتور ریاست وايي، د دغه ولایت، مرکزي بهسود ولسوالۍ کوه بیرون سیمه کي د واوري ښویېدني له امله دوه تنه مړه سوي دي.
په هیواد کي وروستیو اورښتونو او سلابونو په بېلابیلو ولایتونو کي تر ۷۰ زیاتو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده.
د زیانونو د ګراف لوړېدو د مخنیوي په برخه کي د اړوندو ادارو له لوري ژغورونکي ټیمونه سیمو ته رسېدلي او هڅي یې رواني دي.
د وروستیو معلوماتو له مخي له طبیعي پېښو سره د مبارزې چارواکي وايي، چي یواځي د افغانستان په دریو ولایتونو کي د وروستیو سختو بارانونو او ږلۍ له امله د مړو شمېر ۳۹ ته رسېدلی دی.