په میدان وردګ کي د اورلګېدني له امله نږدې دوه میلیونه افغانۍ زیان اوښتی

د میدان وردګو ولایت مسوولین وایي، د یاد ولایت په مرکز «میدان ښار» کي د تېري شپې اورلګېدني له امله نږدې دوه میلیونه افغانۍ زیان اوښتی.

د وردګو ولایت امنیې قوماندانۍ په یوه خبرپاڼه کي ویلي چي دا اور تېره شپه شاوخوا یوه بجه د مرکز، میدان ښار په نجارانو سرای کي لګېدلی دی.

د مسوولینو په وینا چي د اورلګېدني سیمي ته د اور وژني ټیم پر وخت رسېدلی او د خپلو ټولو امکاناتو په کارولو سره یې د اورلګېدني د پراخېدو مخه نیولې ده.

بلخوا د اطفایې مسوولینو ویلي چي اورلګېدنه خورا شدیده وه او شاوخوا دوه نیم ساعته یې دوام کړی دی.

د امنیې قوماندانۍ د خبرپاڼي له مخي، په دې اورلګېدنه کي ۱۸ دوکانونه سوځېدلي دي، چي د نږدې دوه میلیونه افغانیو په ارزښت مال سوځېدلی، خو له ۴ میلیونه افغانیو زیات مال له سوځېدو څخه ژغورل سوی دی.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *