په میدان وردګ کي پر یوه مسافر وړونکي بس د سړک غاړي ماین چاودنه سوې

د ميدان وردګ ولایت د سیداباد ولسوالۍ اړوند د شیخ آباد په زرني سیمه کي د کابل ـ کندهار پر لویه لاره پر يوه ۵۸۰ ډوله مسافر وړونکي موټر د سړک غاړي ماین چاودنه سوې.
مسوولین وایي، په دې پېښه کي پنځه تنه ټپیان سوي او یوه ښځه وژل سوې ده.
ویل کیږي چي دغه مسافر وړونکی بس موټر پر یوه پخواني ماین برابر سوی او پېښه رامنځ ته سوې ده.
د کابل – کندهار لویه لار چي له ډيري مودې راهیسي کار ورباندي روان دی په ځينو ساحو کي موټران په خامه لارو کي تګ راتګ کوي.
له دې وړاندي هم په ډېری سیمو کي پر کوچني او لویو موټرونو پخواني ماینونه چاودلي دي.