په نايجريا کي د يوې کښتۍ د چپه کېدو له امله ۶۰ کسان وژل سوي

الجزيرې راپور وکړی، د نایجريا د تونګان سوله ښار څخه دوګا ښار ته په سمندر کي روانه کښتۍ د وني د يوې تنې سره د ټکر له امله چپه سوې، چي پرمهال ئې ۶۰ کسان وژل سوي دي.
د الجزيرې د راپور په اساس دغي کښتۍ شاوخوا ۱۰۰ تنه د کوچنيانو، ښځو او لویانو په ګډون مسافر انتقالول چي د ټکر له امله چپه سوې او ۶۰ کسان په کښي وژل سوي او پاته ۴۰ کسان ژغورل سوي دي.