په نایجیریا کي د تېلو د یوه ټانکر چاودني له امله د مړو شمېر تر ۱۴۰ کسانو واوښتی

د نایجیریا پولیسو دغه ارقام پرون ناوخته اعلان کړل او ویې ویل چي په پېښه کي د کوچنیانو او ښځو په ګډون شاوخوا ۵۰ کسان نور ټپیان سوي دي.
د جرمني د “ډي‌پي‌اې” خبري اژانس د راپور له مخي، دا پېښه وروسته له هغه رامنځته سوه چي د تېلو د یوه ټانکر له چپه کېدو وروسته ګڼ خلک د پیښي ځای ته ورغلل.
د نایجیریا چارواکو ویلي چي د پېښي له ځای څخه د لیري کېدو لپاره د پولیسو له خبرداریو سره سره خلک هلته د تېلو د وړلو په خاطر ورټول سول چي چاودنه ورباندي وسوه.
تېره میاشت هم د نایجریا په شمال لوېدیځ کي د تېلو د ټانکر او مسافر وړونکي موټر د ټکر په پېښه کي ۵۰ کسان مړه سوي وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *