په ننګرهار کي ترافیکي پېښي ۸ کسانو ته مرګ ژوبله اړولې

د ننګرهار د امنیې قومندانۍ مسؤلین وايي، د یاد ولایت په سره رود ولسوالۍ کي د یوې ترافیکي پېښي له امله پنځه کسان وژل سوي او درې تنه نور ژوبل سوي دي.

د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالبصیر زابلي ویلي چي، یاده پېښه نن (چهارشنبه) د همدې ولسوالۍ په رینګ روډ کي د یوه ټېلر، ټوډي، رکشې او کرولا موټرانو د ټکر له امله رامنځ ته سوې او وروسته ټېلر اور اخستی دی.

د هغه په وینا، ژوبل سوي کسان د ننګرهار حوزوي روغتون ته لېږدول سوي؛ خو د هغوی د روغتیايي حالت په اړه یې څه نه دي ویلي.

که څه هم زابلي د یادي ترافیکي پېښي د رامنځ ته کېدو لامل نه دی څرګند کړی؛ خو ویل کېږي چي، یاده ترافیکي پېښه د موټر چلوونکو د بې احتیاطۍ له امله رامنځ ته سوې ده.