په ننګرهار کي د تورخم لار د پاکستاني مامورینو د شخړي له امله تړل سوې ده

راپورونه وایي، په ننګرهار کي نن سهار د تورخم دروازې ها غاړي ته د پاسپورټونو او وېزو د چیک په مرکز کي د پاکستاني ایف سي ځواکونو او نورو مامورينو ترمنځ خپلمنځي شخړه سوې.
ویل کیږي چي په دې اخ او ډب کي یو شمیر کسان ژوبل سوي هم دي چي له امله یې دروازه د مسافرو پر مخ تړل سوې ده.
د تورخم دروازه له دې وړاندي هم د بېلابیلو دلایلو پر مخ د مسافرو پر مخ تړل سوې او ځینو سختو ناروغانو د دروازې د نه خلاصولو له امله ساه ورکړې.
پر دغه لار که څه هم دا مهال ټول خلک پر پاسپورټ او وېزه تګ راتګ کوي خو بیا هم د پاکستاني لوري له خوا خلکو ته ستونزي جوړیږي.