په ننګرهار کي د دوو کورنیو ترمنځ په شخړه کي څلور تنو ته مرګ‌ ژوبله اوښتې ده

د ننګرهار امنیتي مسوولین وايي، د دې ولایت په ګوشتې ولسوالۍ کي د دوو کورنیو ترمنځ د مځکي پر سر د شخړې له امله یو تن وژل سوی او درې نور ټپیان سوي دي.
د ننګرهار د امنيې قوماندانۍ وياند د يوې خبرپاڼي په خپرولو سره ويلي، چي دغه پېښه تېره ورځ د دغه ولايت په سور داک سيمه کي رامنځته سوې ده.
په خبرپاڼه کي راغلي چي د امنیتي ځواکونو له خوا د دغه دوو کورنیو ترمنځ شخړه پای ته رسېدلې او په تړاو یې دوه تنه نیول سوي.
دا په داسي حال کي ده، چي په دې وروستيو ورځو کي د مځکي پر سر شخړي زياتي سوي دي.
تر دې مخکي د بادغیس په تګاب ولسوالۍ کي د دوو قومونو ترمنځ د مځکي پر سر د شخړي له امله یو تن وژل سوی او بل ټپي سوی وو.
تر دې وړاندي هم د هیواد په بېلابیلو سيمو کي په ورته پېښو کي د مځکي پر سر په جګړو او شخړو کي ډيری کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.