د ننګرهار د ط..البانو د امنيې قومندانۍ څخه په خپره سوې خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د دغه ولايت په دره نور ولسوالۍ کي د راکيټ د زړې مرمۍ د چاودني له امله دوه کوچنيان وژل سوي او دوه نور ټپيان سوي دي.
د خبرپاڼي په حواله چي د راکېټ دغه زړې مرمۍ هغه وخت چاودنه کړې، چي کوچنيان ورباندي لوبي کولې.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي دغه د راکيټ مرمۍ د تېرو جګړو څخه پاته وه، چي چاودنه ئې کړې وه.