د ننګرهار امنيتي چارواکي وايي، په هسکي مېني ولسوالۍ کي د یو پخواني ماين د چاودني له امله درې کوچنیان ټپيان سوي دي.
د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند سید طیب حماد وايي، پرون د هسکي مېني ولسوالۍ اړوند کوټه والو سیمه کي د یو زاړه ماین د چاودني له امله درې کوچنیان ټپیان سوي خو بل چا ته زیان نه دی رسېدلی.
هغه وويل، ټپیان د درملني په موخه د ننګرهار حوزوي روغتون ته لیږدول سوي او روغتیایي حالت یې د ډاډ وړ دی.
له دې وړاندي هم د افغانستان په زیاتو سیمو کي پخواني ماینونه او ناچاوده توکي پر کوچنیانو چاودلي او مرګ ژوبله یې اړولې ده.