په ننګرهار ولایت کي د ط..البانو روغتیایي چارواکي وايي، په دغه ولایت کي د شري ناروغۍ له امله د اخته کوچنيانو شمېر زیات سوی دئ.
د هغوی په خبره د روان کال په تېرو شپږو میاشتو کي د ننګرهار انتاني روغتون ته ۲۵۰۰ هغه کوچنيان ور وړل سوي، چي په شري ناروغۍ اخته وو. د روغتون مسئول سید محمد محمدي وايي، په دې موده کي ۱۸ کوچنيانو د دې ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکړی، او لسګونه نور لا هم په روغتون کي تر درملني لاندي دي.