د ننګرهار څخه محلي سرچينو څراغ تلوېزيون ته ويلي، چي د جمعې په ورځ د ننګرهار ولايت د ط..البانو په مرکزي زندان کي يوه ۲۶ کلن ځوان ځان ځړولی او وژل سوی دئ.
د سرچينې د معلوماتو د مخي دغه ۲۶ کلن ځوان چي ځان وژنه کړې لعل پراز نومېدی او اصلي د نازیانو د ولسوالۍ اوسېدونکی و.
د سرچينې په حواله چي لعل پراز د تېر يوه کال راهيسي د ط..البانو په زندان کي بندي و، چي هلته د ط..البانو د ظلمونو د وجهې په رواني ناروغۍ اخته سوی و او ځان وژنه ئې کړې.
بايد وويل سي، چي ط..البانو د دغه پېښي په اړه څراغ تلوېزيون ته د معلوماتو د ورکولو څخه ډډه کړې.