په ننګرهار کي د مځکي پر سر شخړه کي پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې

د ننګرهار د دره نور ولسوالۍ اړوند په املي قریه کي د دوو کورنیو تر منځ د مځکي پر سر شخړه رامنځ ته سوې چي په ترڅ کي یې د یوې کورنۍ درې تنه غړي وژل سوي او دوه نور ټپیان سوي.
دغه پېښه تيره ورځ جمعه د روژه مات پر مهال رامنځ ته سوې ده چي وروسته امنیتي کسان د پيښي ځای ته رسېدلي.
چارواکي وایي، د پيښي اړوند ځيني کسان یې د پوښتنو لپاره بېولي او وروسته به د دې قضیې اړوند ټول معلومات له رسنیو سره شریک کړي.
د افغانستان په بېلابیلو ولایتونو کي ورته پيښي ځیني وخت رامنځ ته کیږي چي وروسته د لویو دښمنیو لامل سي.