د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کي د اتو لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرېکټ سیالۍ چي ۱۵ ورځي مخکي پیل سوي وې، د اکرام ریحان لوبډلي په اتلولي پای ته ورسېدې.
مسوولین وایي، د یادو سیالیو وروستۍ لوبه کي اکرام ریحان لوبډلي د اتو ویکټو په توپیر خپلي سیالي حاجي عرفان لوبډلي ته ماته ورکړه او اتلولي یې وګټله.