په ننګرهار کي د چت نړېدو له امله د یوې کورنۍ ٧ غړي مړه سوي او دوه ټپیان دي

راپورونه وایي، په ننګرهار ولايت کي د سختو بارانونو اوسېلابونو له امله د دغه ولايت په سره رود ولسوالۍ کي د يو کور چت نړېدلی چي له امله یې د يوې کورنۍ ٧ غړي مړه سوي او دوه ټپيان دي.
د دغه کورنۍ غړو ويلي، چي کورنۍ يې پخوا په بد اقتصادي حالت کي وه او د دې پیښي په پايله کي د کورنۍ پلار او پنځه کوچنیان مړه سوي دي.
مسوولین وايي، په تېرو دريو ورځو کي د هیواد په بېلابېلو ولايتونو کي د سېلابونو او سختو بارانونو له امله لږ تر لږه لس تنه مړه سوي دي.
په ننګرهار ولایت د سه شنبې په ماښام سخت سېلابونو راغلي وه چي د ځاني زیان تر څنګ یې ګڼ مالي زیانونه هم اړولي دي.