په ننګرهار کي د ډيورنډ فرضي کرښي ته نژدې ط..البانو او پاکستاني پوليسو جګړه کړې

د ننګرهار څخه څراغ تلوېزيون د خپلو سرچينو څخه معلومات تر لاسه کړي، چي ط..البانو او پاکستاني سرحدي ځواکونو د دې ولایت د دوربابا ولسوالۍ په سرحدي سیمو کي یو له بل سره جګړه کړې.
د څراغ تلوېزيون د سرچينې د معلوماتو د مخي دغي جګړې يوه ورځ او يو شپه دوام کړی دئ.
سرچینې وايي چي دواړو خواوو په دې جګړه کي له سپکو او درنو وسلو کار اخیستی دئ.
تر اوسه په افغانستان کي د دې جګړې د تلفاتو په اړه کوم راپور نه دئ ترلاسه سوی، خو یو شمېر خبري سرچینو ویلي چي د دې جګړې له امله لږ تر لږه دوه ماشومان د پاکستان د خیبرپښتونخوا په «ذخه‌خیل» سیمه کي وژل سوي دي.
بايد وويل سي، چي د ط..البانو او پاکستان چارواکو تر اوسه د دې جګړې په اړه څه نه دي ويلي.