د ننګرهار د ط..البانو د امنیې قومندانۍ څخه رسنيو ته په لېږل سوې خبرپاڼه کي ويل سوي دي، چي د تېري پنج شنبې په ورځ د ننګرهار پوهنتون د ژورناليزم د پوهنځي محصل د جلال اباد ښار اړوند د دورنټي سيمي ته د ملګرو سره ميلې ته تللی وو، چي په کابل سيند کي د لمبېدو پر مهال اوبو وړی او وژلی دئ.
په خبرپاڼه کي ويل سوي، چي د هغه جسد يوه ورځ وروسته په همدا سيند کي د سيمي د اوسېدونکو له خوا موندل سوی او کورنۍ ته ئې سپارلی دئ.
د خبرپاڼي په حواله چي دغه محصل محبت نوميږي او اصلي د لغمان ولايت اوسېدونکی وو، چي په ننګرهار پوهنتون کي د ژورناليزم پوهنځي د دوهم ټولګۍ محصل وو.