په ننګرهار کي د کښتۍ د ډوبېدو له امله ۱۵ تنه مړه سوي

چارواکي وايي، د ننګرهار ولایت مهمندرې ولسوالۍ اړوند باسول ساحه کي نن سهار اووه نیمي بجې یوه کښتۍ چي مېرمني او کوچنيان هم پکښي سپاره وه په سیند کي ډوبه سوې ده.
د مسوولينو په وينا، په یادي کښتۍ کي ۲۵ تنه سپاره وه چي ۱۵ تنو ژوند بایللی او لس نور ژوندي ژغورل سوي دي.

چارواکي وايي، سیمي ته د ژغورني ټیمونه رسېدلي او د نورو ورکو کسانو د لټول عملیات دوام لري.
ويل کيږي چي دغه کښتۍ د ډېر دروندوالي له امله په اوبو کي ډوبه سوې.