په ننګرهار کي د ګازو د‌ ډبې د‌چاودني له امله اته تنه زخميان سوي

د ننګرهار په بټي کوټ ولسوالۍ کي پنج شنبه ماښام د ګازو يوې ډبې چاودنه کړې چي له امله ئې د يوې کورنۍ اته کسان زخميان سوي دي.
څراغ تلوېزيون ته د سيمي څخه سرچينې ويلي، چي په یاده پېښه کي د دې کورنۍ اته غړي، پنځه نارینه او درې ښځینه د سوځېدو له امله زخميان سوي او روغتون ته لېږدول سوي دي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *