په ننګرهار کي د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ پای ته ورسېدې

د ننګرهار ولایت د بدني روزني او سپورټ ریاست په لارښوونه په کوټ ولسوالۍ کي د ۳۰ لوبډلو ترمنځ د ټېپ بال کرکټ سیالۍ، چي یوه میاشت یې دوام وکړ د قلعه جاتو لوبډلي په اتلولۍ پای ته ورسېدې.

مسوولین وايي، د دغو سیالیو پایلوبه د قلعه جاتو او بهار میني لوبډلو ترمنځ ترسره سوه.

لومړی توپوهنه بهار مېني لوبډلي ترسره کړه او په ټاکلو ۹ اورونو کي یې سیالي لوبډلي ته ۸۶ منډې هدف کښېښود.

د لوبي په دویمه پاڼۍ کي قلعه جاتو لوبډلي یاد هدف د څلورو لوبغاړو په زیان په اووم اور کي پوره کړ او په شپږو ویکټو یې اتلولي خپله کړه.