په ننګرهار کي د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل سوې

د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار سراج العمارت بڼ کي د ۴۰ لوبډلو ترمنځ د والیبال سیالۍ پیل سوې چي لس ورځي به دوام وکړي.

مسوولین وایي، په دغو سیالیو کي د ننګرهار، لغمان، کنړ، کابل، کاپیسا، لوګر او میدان وردګو ولایتونو لوبډلو ګډون کړی دی، چي په لومړۍ لوبه کي یې د ننګرهار ځوانانو لوبډلي د ۲ پر صفر میدانونو په توپیر خپلي سیالي غوچکو لوبډلي ته ماته ورکړه او د سیالیو لومړۍ لوبه یې وګټله.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *