په ننګرهار کي سیلابونو ۲۳ تنه مړه او ژوبل کړي دي

د ننګرهار ولایت په کوز کونړ ولسوالۍ کي د اورښتونو له کبله سېلابونو راوتلي او خلکو ته یې مالي او ځاني زیانونه اړولي.

چارواکي وایي، دا سیلابونه نن سهار د کوز کونړ ولسوالۍ اړوند کنډي، غازي آباد، جنت خان، قلعه ټک، سلامپور او یو شمېر نورو کلیو کي د ډېرو اورښتونو له کبله راوتلي، چي له امله یې ۳ تنه مړه سوي او ۲۰ نور ژوبل سوي دي.

د سرچینې د خبر له مخي په دې سیلابونو کي تر ۱۵۰ کورونه په بشپړ او قسمي ډول تخریب سوي دي.

دغه راز په یاده سیمه کي د مروارید کانال هم د سېلاب له کبله تخریب او یوه برخه یې پرې سوې ده، چې اوبو یې کهنه ده کلی زیانمن کړی دی.

په دې وروستیو کي د اورښتونو او سیلابونو له امله په افغانستان کي خلکو ته سخت مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

تر دې وړاندي هم د ننګرهار مرکز جلال اباد ښار د بارانونو له امله د سیلابونو شاهد وو چي له امله یې د ځاني زیان ترڅنګ لسګونه کورونه ويجاړ کړي وه.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *